غزه کې د اسرائیلي بېپیلوټه الوتکې برید له امله د ۳ ماشومانو په شمول ۵ تنه شهیدان شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د غزې په ښار کې د اسرائیلي پوځ د بېپیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه پنځه فلسطینیان شهیدان شوي، چې درې یې ماشومان دي.
راپورونه وایي، برید د ښار په مرکز کې د السامر څلورلارې ته څېرمه پر یوه استوګنیز کور شوی دی.
د ژغورنې ډلو د برید له ځایه د پنځو وژل شویو جسدونه راایستلي دي.
د برید په پایله کې د استوګنیز کور اوسېدونکو ته هم زیان اوښتی، خو د ټپیانو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.



