د خلیفه سراج الدین حقاني د نوي خپور شوي پیغام ټول ټکي د امارت سره پر خواخوږۍ څرخیږي

کابل ټکی کام ۱۸حمل/۱۳۹۵، تبصره: احمدالله مهاجر

په ټولنیزو رسنیو کې د اسلامي امارت د دویم مرستیال خلیفه صاحب سراج الدین حقاني حفظه الله نوی پیغام خپور شوی دی، چې ټول ټکي یې د اسلامي امارت سره پر خواخوږۍ څرخیږي.

د حقاني صاحب ځامن هم د حقاني صاحب په څېر د اسلامي امارت خواخوږي دي، د اسلامي امارت د تأسیس له پیله آن تر دې وخته پورې یې د اتفاق او یووالي غوښتونکي دي.

د اسلامي امارت په منځ کې یو شمېر داسې مغرض کسان راپیدا شول، چې د دولتي رسنیو له لارې یې یوه ډله اعلان کړه، او په اسلامي امارت کې یې د درځ راپیداکولو خبرې یې کولې، خو د امارت له پیله آن تر دې وخته پورې حقاني صاحب او کورنۍ یې اسلامي امارت ته وفادار او اخلاصمن پاتې دي.

په یقین سره ویلی شو، چې د حقاني صاحب کورنۍ د اسلامي امارت پر هر درد دریږي، او هر درد یې خپل درد بولي.

اوس هم د خلیفه صاحب د نوې خپرې شوې وینا ټول ټکي او رنګ د اسلامي امارت سره پر خواخوږۍ او په خپل صف کې د اتحاد پر غوښتلو څرخیږي.

خلیفه صاحب چې کله د امیرالمؤمنین رحمه الله نوم اخلي، او یا هغه اختلافات رایادوي چې د اسلامي امارت په منځ کې راپیدا شول، غږ یې ژرغونی او غمجن شي.

د خلیفه صاحب له وینا څخه:

«الحمدلله د الله جل جلاله نظر دی پر دې مجاهدینو مسلمانانو باندې خاصکر په مرحوم امیرالمؤمنین صېب هغه دې اخلاص، تقوا مظاهره او مطلب شروع دې جهاد د باطل په مقابل کې. نن دا صف له یو ورځې نه بلې ورځې نه بلې ورځې ته د اتحاد او اتفاق په طرف باندې ځي. د امیرالمؤمنین مرحوم د دې سم طرف نه چې دا کوم د جهاد او دې اسلام د اعلاء کلمة الله په نام باندې دا کار شروع کړو، د امیرالمؤمنین صېب مرحوم د برکت له وجې نه د دې صف خلک خلکو ته خوند ورکوي، دا لباس یې خوند ورکوي، دا اقوال یې خوند ورکوي، خو که په تاسې که یو  ضمني او جزئي خفګان او یو کمزورۍ کار د شریعت خلاف وویني، نو بیا خلک ډېر مایوسه کیږي.»

په دغه وینا کې یې د مرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله ستاینه کړې ده، او د ده رحمه الله سختۍ، سعی او کوښښ د نن ورځې سبب ښودلی دی، چې صف یې ورځ تر بلې د اتفاق او اتحاد په لور خوځيږي.

د اسلامي امارت صف دې تل متحد او مشران دې همدغسې خواخوږي لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button