
د حج او عمرې مسائل (شپږمه برخه)
ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د حج فرايض
په حج کې دری شيان فرض دي :
(۱) له شرعي اصولو سره موافق د احرام تړل.
(۲) وقوف عرفات : يعنې د ذی الحجه په نهمه د لمر له زوال وروسته نيولې د لسمې ذی الحجه تر صبح صادق پورې په عرفات کې دريدل، ولو که د لږ وخت لپاره هم وي.
(۳) طواف زيارت : کوم چې له وقوف عرفات وروسته کيږي ([1]).
مفتي محمد رفيع عثماني او د مظاهر حق مصنف لاندني دوه شيان هم فرض ګڼلي :
(۱) په پورتنيو فرايضو کې د ترتيب لحاظ، يعنې د احرام په وقوف او د وقوف په طواف زيارة باندې مقدم کول.
(۲) د هر فرض د هغه په خپل ځانګړي ځای کې اداء کول، يعنې وقوف خاص په عرفات کې، او طواف خاص په مسجد حرام کې له (مکه مکرمه) چار چاپيره ([2]).
مسئله : که چيرته په همدغو فرايضو کې يو هم پريښودل شي نو حج نه کيږي، او د دې تلافي د دَم (وينو په ورکولو) سره هم نشي کيدلای ([3]).
د حج واجبات
په حج کې شپږ شيان واجب دي :
(۱) په مزدلفه کې د وقوف په وخت کې دريدل.
(۲) د صفا او مروه تر مينځ سعی کول.
(۳) رمي جمار : يعنې د شګو ويشتل.
(۴) قارن او متمتع ته قرباني کول.
(۵) حلق : يعنې د سر خرييل يا تقصير : يعنې لنډول.
(۶) آفاقي : يعنې له ميقات څخه د باندې اوسيدونکو ته د طواف وداع کول ([4]).
په يو شمير کتابونو کې د حج واجبات تر (۳۵) پورې شمار شوي، هغه په حقيقت کې بلا واسطه د حج واجبات نه دي، بلکې د حج د افعالو واجبات دي، مثلاً يو شمير يې د احرام دي، ځينې د طواف دي، لکه د طواف شروع له حجر اسود څخه، ځينو ويلي چې له حجر اسود څخه شروع کول شرط دي، لکه له ښي لوري د طواف شروع کول، پرته له کوم عذره په طواف کې په خپلو پښو تګ، په طواف کې د عورت پټول، د جامه او ځای پاکوالی، له هر طواف وروسته دوه رکعته د شکرانه په ډول اداء کول، له صفا څخه د سعی شروع کول، له عذر پرته په خپلو پښو سعی کول، په رمې جمرات کې ترتيب، حلق، ذبح، د اختر په ورځ د طواف زيارت تعين، د حطيم شا ته طواف، په حرم کې د حلق تعين، د نحر په ورځ د حلق تعين د حاجي لپاره نه د عمره کونکي لپاره، د محظوراتو پريښودل، له عرفات څخه د کوزيدا په وخت کې د امام متابعت کول، د فرايضو په مينځ کې ترتيب، له يوې ورځې بلې ورځې ته د جمرو ويشتلو نه ځنډول، د قارن رمې مخکې له ذبح، د قارن متمتع ذبح مخکې د سر له خريلو، د نحر په ورځو کې ذبح، له منع شويو شيانو څخه ځان ساتنه، لکه د ګنډل شوي لباس اغوستل او وغيره ([5]).
مسئله : د واجباتو حکم دا ده که چيرته په همدغو واجباتو کې کوم يو پريښودل شي نو حج کيږي، خو د هر يوه واجب په ماتيدلو او پريښودلو سره دَم واجبيږي، که سهواً وي او قصداً وي ([6]).
د حج سنت
(۱) مفرد آفاقي او قارن ته د طواف قدوم کول .
(۲) په طواف قدوم کې رمل کول، که چيرته په همدې کې ونکړی شي نو بيا په طواف زيارت يا طواف وداع کې رمل کول .
(۳) په دريو ځايونو کې امام لره خطبه ويل، په اوم د ذی الحجه په مکه مکرمه کې، په نهم د ذی الحجه په عرفات کې (يعنې له جمع صلوتين نه مخکې نه په وقوف عرفات باندې) او په يوولسمه په منی کې .
(۴) په نهم د ذی الحجه په شپه کې په منی کې اوسيدل .
(۵) له طلوع افتاب وروسته په نهم د ذی الحجه له منی څخه عرفات ته تګ.
(۶) له عرفات څخه د امام له تلو وروسته تلل .
(۷) په مزدلفه کې له عرفات څخه د راتلو پر مهال په شپه کې پاتې کيدل .
(۸) په عرفات کې غسل کول .
(۹) د منی په ورځو کې په شپه کې په منی کې اوسيدل .
(۱۰) له منی څخه په بيرته راتلو کې په محصب کې دريدل، ولو که د لږ وخت لپاره هم وي.
له دې پرته نور ډير سنت هم شته کوم به چې د حج له افعالو او مسايلو سره انشاء الله په خپل خپل ځای کې ذکر کړل شي.
مسئله : د سنتو حکم دا ده چې قصداً يې پريښودل بد دي، او په کولو سره يې ثواب ترلاسه کيږي، او په پريښودلو سره يې جزاء نه لازميږي ([7]).
([2]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۶۱۷.
([5]) ارشاد الساري، ص : ۴۵ – ۵۰.
([6]) احسن المناسک، ص : ۱۱۸ – ۱۱۹.
([7]) معلم الحجاج، ص : ۹۲ – ۹۳.



