عدلیې وزارت: د خوست په ګربز ولسوالۍ کې ۱۵۱ جریبه ځمکه امارتي ملکیت تثبیت شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
عدلیې وزارت وایي، د مرکزي زون د غصب شویو امارتي ځمکو د قضیو د څېړنې ځانګړې محکمې د اسنادو او مدارکو له ارزونې وروسته د خوست ولایت د ګربز ولسوالۍ د باري په کلي کې شاوخوا ۱۵۱ جریبه ځمکه امارتي ملکیت تثبیت کړې ده.
د وزارت په وینا، دغه قضیه تر دې مخکې د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون هم څېړلې وه، خو د ځینو کسانو د اعتراض له امله ځانګړې محکمې ته وسپارل شوه.
محکمې د متصرفینو اسناد، د کمېسیون راپورونه، د ملکیتونو ثبت دفترونه او د اړوندو ادارو معلومات تر ارزونې وروسته پرېکړه کړې چې یاده ۱۵۱ جریبه ځمکه امارتي ملکیت دی.



