کندوز کې د ۶۹ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۰ بستریز روغتون جوړېږي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۵ل)

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د کندوز ولایت په علي‌اباد ولسوالۍ کې د یوه عمومي روغتون د جوړېدو چارې پیلېږي، چې ۶۹.۴ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، دغه روغتون به پر پنځه جریبه ځمکه جوړ شي او د جوړېدو چارې به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړ او ۳۰ بستره به ولري.
سرچینې زیاته کړې، په دغه روغتون کې به د داخلې، جراحۍ، ماشومانو او نسایي ـ ولادي برخو کې روغتیايي خدمات وړاندې کېږي، چې له جوړېدو سره به یې د علي‌اباد ولسوالۍ او شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو زمینه برابره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button