یمني ځواکونه: د سعودي نجران هوايي ډګر کې مو حساس اهداف په نښه کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ادعا کړې،چې د سعودي عربستان د نجران هوايي ډګر کې یې یو شمېر حساس اهداف د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړی دی.

د یمن د وسله والو ځواکونو په وینا، دغه برید په دقیقه توګه ترسره شوی او د سعودي له لوري د صعده او حجه ولایتونو د هوایي حریم نقض ته په غبرګون کې ترسره شوی ده.

دوی سعودي عربستان ته خبرداری ورکړی، چې د یمن د هوايي حریم هر ډول سرغړونه به بې‌ځوابه پاتې نه شي او د دوی په وینا، په وړاندې به یې غبرګون وښودل شي.

تر اوسه سعودي چارواکو د دې ادعا په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button