پاکستان کې د عمران خان د خوشې کېدو لپاره د (آزادۍ یا مرګ) په نامه نوی سیاسي تحریک پیلېږي

کابل ټکی کام (سې شنبه، ۱۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
په پاکستان کې سبا د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د خوشې کېدو لپاره د یوه نوي سیاسي تحریک د پیل اعلان شوی دی.

د راپورونو له مخې، دغه تحریک چې د (آزادي یا مرګ) په نامه نومول شوی سبا چهارشنبه د اګست په ۵ مه نېټه به په ټول پاکستان کې پیل شي او مشري به یې د عمران خان خور علیمه خان کوي.
آغلې خان له تېرو دوو اوونیو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې د تحریک د تنظیم او د پلویانو د راټولولو لپاره هڅې کوي. نوموړې د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې غونډې کړي چې د تحریک انصاف زرګونو پلویانو پکې ګډون کړی دی.
تحریک انصاف ګوند وايي چې عمران خان لا هم په پاکستان کې پراخ ولسي ملاتړ لري او د هغه د خوشې کېدو لپاره به خپل سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړي.
عمران خان چې مخکې د پاکستان لومړی وزیر پاتې شوی، اوس مهال په زندان کې دی او د هغه د قضیو او سیاسي راتلونکې په اړه بحثونه روان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سیاسي وضعیت ترینګلی ده او د آزاد کشمېر انتخاباتو کې د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د “خلکو د ګوند” تر ماتې وروسته د یاد ګوند او مسلم لیک “ن” ترمنځ اختلافات زیات شوي او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر “محسن نقوي” هم څو ورځې وړاندې ویلي و، چې حکومتي سیستم کې د پراخو اصلاحاتو اړتیا لیدل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button