د سعودي اړوند کښتۍ د باب المندب له لارې تېرېدو ته زړه نه ښه کوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
د سمندري استخباراتو تخصصي شرکت «وینډوارډ» ویلي، چې د سعودي عربستان اړوند کښتۍ د باب المندب له مهمې سمندري لارې څخه د تېرېدو په اړه احتیاط کوي او له دې مسیر څخه د ډډې کولو هڅه کوي.
دغه شرکت زیاته کړې چې د دغو کښتیو د خطر کچه لوړه ثبت شوې ده.
باب المندب د سره سمندرګي او عدن خلیج ترمنځ یوه مهمه او ستراتیژیکه لاره ده چې د نړیوالې سوداګرۍ لپاره ډېر ارزښت لري.

مربوطه مطالب

Back to top button