د ایراني پارلمان مشر محمد باقر قالیباف پاکستان ته ځي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران د اسلامي شورا (پارلمان) مشر او د دغه هېواد لوړ پوړی مرکچي “محمد باقر قالیباف” به د روان کال د اګست په ۱۰مه نېټه پاکستان ته رسمي سفر وکړي.

راپورونه وایي، چې د دغه سفر پر مهال به نوموړی له پاکستاني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړېکو، سیمه‌ییزو موضوعاتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو په اړه خبرې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button