د رویټرز نظرپوښتنه: ډېری امریکایان له ایران سره جګړه د بې‌ثباتۍ لامل بولي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۵ل)
د رویټرز او ایپسوس د ګډې تازه نظرپوښتنې پایلې ښيي چې د امریکایانو یوه د پام وړ برخه له ایران سره د جګړې د دوام په اړه اندېښمنه ده او باور لري چې دغه جګړه به په منځني ختیځ کې د لا زیاتې بې‌ثباتۍ لامل شي.
نظرپوښتنې له مخې، ډېری امریکایان د جګړې له اقتصادي او سیاسي پایلو، په ځانګړي ډول د سون توکو د بیو له لوړېدو، اندېښنه لري. یوازې یوه محدوده برخه باور لري چې له ایران سره جګړه به په سیمه کې د ثبات د زیاتېدو لامل شي، په داسې حال کې چې ۱۶ سلنه ګډونوالو ویلي چې په وضعیت کې به د پام وړ بدلون رانه شي او ۱۷ سلنه نورو یا یې ځواب نه دی ورکړی او یا یې د موضوع په اړه د نه پوهېدو څرګندونه کړې ده.د رویټرز او ایپسوس موندنې ښيي چې امریکایان د جګړې د اقتصادي پایلو په اړه هم چندان خوشبین نه دي. د کارپوهانو په باور، حتی که جګړه په لنډه موده کې پای ته ورسېږي، اقتصادي اغېزې یې ښايي د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.
دد رویټرز د راپور له مخې، هغه جګړه چې د فبرورۍ له وروستیو راهیسې د امریکا او اسرائیلو په ګډون د ایران پر وړاندې روانه ده، تر دې دمه د امریکا مالیه ورکوونکو ته لږ تر لږه ۳۷.۵ میلیارده ډالره تاوان اړولی او ۱۸ امریکايي پوځیان پکې وژل شوي دي.
د دغې نظرپوښتنې پایلې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او جمهوري غوښتونکي ګوند لپاره هم د پام وړ سیاسي ننګونه بلل کېږي، په ځانګړي ډول داسې مهال چې په امریکا کې د کانګرس منځمهاله ټاکنې په مخ کې دي.
سره له دې، د جګړې د سیمه‌ییز ثبات پر راتلونکو اغېزو لا هم بېلابېل لیدلوري موجود دي او کارپوهان د شخړې د پای ته رسېدو د څرنګوالي او د هغې د اوږدمهاله پایلو په اړه متفاوت نظرونه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button