د یمن جګړه؛ مارب کې د یاغیانو پر مرکزونو د یمني ځواکونو عملیاتو کې ګڼ حکومت ضد وسله وال وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند یحیی سریع ادعا کړې چې د سعودي عربستان د پوځ او د هغوی د همکارو ځواکونو پر سنګرونو یې توغندیو او د بېپیلوټه الوتکو پراخ بریدونه ترسره کړي دي.
سریع ویلي، چې په دغو بریدونو کې چې د یمن په ختیځو سیمو کې ترسره شوي، سعودي ځواکونو او د هغوی ملګرو ته درنه مرګژوبله او مالي زیانونه اوښتي دي.
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند د بریدونو د دقیق شمېر او د اوښتې مرګژوبلې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
تر اوسه سعودي چارواکو د یحیی سریع د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.



