ذبیحالله مجاهد: د افغانستان او ایران اړیکې ښې دي سوداګري په عادي ډول روانه ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت ویاند “ذبیحالله مجاهد” ویلي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ اړېکې ښې او دوستانه دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې په عادي ډول روانې دي.
مجاهد زیاته کړې، چې اسلامي امارت غواړي په سیمه کې موجودې ترینګلتیاوې د خبرو او تفاهم له لارې هوارې شي او امنیتي وضعیت تر کنټرول لاندې وساتل شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان او ایران له یو بل سره مثبتې اړېکې لري او د دغو اړېکو دوام د دواړو هېوادونو د خلکو او د سیمې د ثبات په ګټه دی.
د اسلامي امارت ویاند همداراز ویلي، چې افغانستان د سیمې له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ د ښو اړېکو د پراختیا سیاست تعقیبوي او هیله لري چې سیمهییزې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي.



