هلمند کې ۹۱ میله وسلې او د پوځي تجهیزاتو لویه زېرمه نیول شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۵ل)

د کورنیو چارو وزارت وايي، د هلمند امنیې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په مرکز لښکرګاه او ولسوالیو کې د تېرو پنځو میاشتو پر مهال ۹۱ میله وسلې او د پوځي تجهیزاتو یوه لویه زېرمه کشف او ضبط کړې ده.

د وزارت په خبره، په نیول شویو وسلو کې ۵۹ تومانچې، ۸ کلاشینکوفونه، ۲۱ کمرشکن ټوپکونه، ۲ ماشین‌کوفونه او یو راکټ‌انداز شامل دي.

همداراز ۱۹۶۷ لیزري څراغونه، ۴ زغروال سپرونه، ګڼ پوځي انتنونه او زرګونه د سپکو او درنو وسلو مرمۍ هم ترلاسه شوې دي.

 د دغو وسلو په تړاو ۳۰ کسان نیول شوي او دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button