عراقچي: د مسلمانانو یووالی کولی شي سیمه د بهرنیو ننګونو پر وړاندې پیاوړې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید پر خپلو وړتیاوو او امکاناتو تکیه وکړي او د ریښتینې ورورولۍ او متقابلې همکارۍ پر لور عملي ګامونه واخلي.

عراقچي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د ایران وسله‌والو ځواکونو د نړۍ د یوه پرمختللي پوځي ځواک پر وړاندې خپل پوځي توان او اقتدار ثابت کړی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې د مسلمانانو یووالی او همغږي کولی شي د سیمې هېوادونو ته دا توان ورکړي چې د بهرنیو لورو له خوا رامنځته کېدونکو ننګونو پر وړاندې په ګډه، له ځواک او قاطعیت سره ودرېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ متقابل باور، همکاري او ګډ دریځ کولی شي د سیمه‌ییز ثبات او امنیت په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.

مربوطه مطالب

Back to top button