مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۴۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۷ زمری، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، د جمعې په ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو ۴۴۲ کورنۍ، چې ۲۲۲۱ غړي لري، هېواد ته راستنې شوې او ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، له راستنېدونکو کورنیو څخه له ۳۹۹ کورنیو سره ټولټال ۳ میلیونه او ۷۵۱ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او ۳۹۲ کورنۍ، چې ۲۰۶۰ غړي لري، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي. د لېږد لپاره د ترانسپورټ په برخه کې شاوخوا ۱.۶ میلیونه افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د کمېسیون دارالانشاء زیاتوي چې راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي، مخابراتي او د عامه پوهاوي خدمتونه هم وړاندې شوي، چې په ترڅ کې یې ۳۹۵ سیمکارتونه له فعالو بستو سره وېشل شوي او یو شمېر ناروغانو ته روغتیايي درملنه هم شوې ده.



