د ایران بهرنیو چارو وزیر: اوس مهال له امریکا سره د خبرو کوم پلان نلرو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” ویلي، چې تهران په اوسني وخت کې له واشنګټن سره هېڅ ډول مذاکرات په پلان کې نه لري.
عراقچي ویلي، یو شمېر منځګړي لا هم هڅې کوي چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو د بیا پیل لپاره لارې چارې ومومي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، تر هغه چې امریکا د اسلام آباد تفاهملیک له سرغړونو لاس وانخلي او د خپلو سرغړونو په بدل کې تاوان ورنه کړي، د مذاکراتو د بیا پیل امکان نه ویني.
نوموړي ټینګار کړی، چې د خبرو د بیا پیل لپاره باید د امریکا له لوري د شویو سرغړونو موضوع حل او لازم اقدامات ترسره شي.



