هرات کې د مهاجرینو ښارګوټي د دویمې برخې تفصیلي پلان لاسليک شو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۵ل)

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د دویمې برخې تفصیلي پلان د دغه وزارت د وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري لاسلیک شو.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د ښارګوټي دویمه برخه ۶۰۰۰ جریبه مساحت لري، چې ۴۷۴۳ جریبه یې د نوې طرحې لپاره ځانګړې شوې ده.

د پلان له مخې، په دغه ښارګوټي کې ټولټال ۸۵۱۷ استوګنیزې نومرې په پام کې نیول شوې دي.

دغه راز، د اداري، خدماتي او سوداګریزو برخو لپاره هم ځانګړې ساحې ټاکل شوې، چې د وزارت په وینا، د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو لپاره به د منظمې استوګنې او اړینو ښاري خدمتونو د برابرولو زمینه برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button