فیدان: د سعودي، پاکستان او ترکیې ائتلاف دفاعي بڼه لري

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر “هاکان فیدان” ویلي، چې که د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د بهرني سیاست دریځونو ته وکتل شي، دغه هېوادونه د پراختیا غوښتنې او پراختیاپالنې سیاست نه تعقیبوي.
فیدان ویلي، د دغو هېوادونو ګډې همکارۍ ته په کتو په طبیعي ډول یوه دفاعي ډله رامنځته کېږي او د دې ډلې موخه د کوم هېواد پر وړاندې تعرضي اقدام نه دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې تر هغه به دغه ائتلاف له هېڅ هېواد سره د شخړې کولو نیت ونه لري، څو چې پر دوی برید ونه شي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ترکیې، پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ وړمه ورځ درې اړخېز دفاعي تړون لاسلیک شو.

مربوطه مطالب

Back to top button