هرات کې د خوراکي توکو او درملو د کیفیت ارزونې معیاري لابراتوار پرانیستل شو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۵ل)

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په هرات ولایت کې د سویل‌لویدیځ زون په کچه د خوراکي توکو، درملو او صحي محصولاتو د کیفیت ارزونې معیاري لابراتوار ګټې اخیستنې ته وسپاره.

نوموړي وویل، دغه لابراتوار به د وارداتي توکو کیفیت ارزوي او د بې‌کیفیته، تقلبي او غیرمعیاري محصولاتو د واردېدو مخه به نیسي.

ښاغلي برادر زیاته کړه، لابراتوار به د وارداتي توکو ترڅنګ د کورنیو تولیداتو کیفیت هم تثبیتوي، چې ورسره به د افغاني محصولاتو د کیفیت لوړولو او نړیوالو بازارونو ته د صادراتو د پراختیا زمینه برابره شي.

هغه له سوداګرو وغوښتل چې هېواد ته بې‌کیفیته او د خلکو روغتیا ته زیان رسوونکي توکي وارد نه کړي او ټینګار یې وکړ چې د غیرمعیاري محصولاتو واردات به اجازه ونه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button