د سوریې قنیطره ولایت کې د صهیونیستي پوځ عملیات؛ کرنیزې ځمکې او بنسټونه زیانمن شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
د سوریې په سوېل‌لوېدیځ کې د قنیطرې ولایت په کلیوالو سیمو کې د صهیونیستي پوځ د عملیاتو او د ځمکو د هوارولو راپورونه ورکړل شوي دي.
د «سوریې دولتي تلویزیون» راپور ورکړی، چې د یکشنبې په سهار ۱۵ اسرائیلي ټانکونه او درې بیلدوزر د قنیطرې د “صمدانیې” سیمې ته ننوتل او شاوخوا یو ساعت یې په سیمه کې ګزمه وکړه.
د راپور له مخې، اسرائیلي ځواکونه وروسته بېرته خپلې پوځي اډې ته ستانه شول.
سرچینه وايي چې اسرائیلي ځواکونو په وروستیو ورځو کې د عین زیوان، رافد او یرموک حوزې په شاوخوا سیمو کې هم ورته عملیات کړي دي.
د «سوریې د خبري آژانس» په وینا، اسرائیلي ځواکونو د بلدوزرونو په وسیله ځینې کرنیزې ځمکې او د څارویو د څرولو سیمې هوارې کړې او یوه سیمه‌ییزه لار یې هم تړلې ده.
راپور زیاتوي چې د اسرائیلي ځواکونو درنو پوځي وسایطو د اوبو او فاضله اوبو شبکو او د وادي الرقّاد پر سیند ځینو جوړو شویو پلونو ته هم زیان رسولی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button