ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره امریکا ته نوي شرطونه وړاندي کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
ایراني چارواکو د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره له امریکا د یو لړ شرطونو د پوره کولو غوښتنه کړې ده.
د ایران د ملي امنیت شورا منشي “محمدباقر ذوالقدر” ویلي، چې هرمز تنګی به تر هغه مهال بېرته نه پرانیستل کېږي، څو امریکا خپل دریځ او چلند بدل نه کړي.
د ایراني چارواکو په وینا، د جګړې او بریدونو پای ته رسول، له سیمې څخه د امریکايي ځواکونو وتل، د سمندري محاصرې لرې کول، د جګړې له امله د اوښتو زیانونو جبران، د ایران پر وړاندې د بندیزونو لغوه کول او د کنګل شویو ایراني شتمنیو ازادول د تهران له مهمو غوښتنو څخه دي.
ایران ټینګار کړی، چې د هرمز تنګي د وضعیت د حل لپاره باید د امریکا په سیاست او اقداماتو کې عملي بدلون رامنځته شي.
هرمز تنګی د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري مسیرونو څخه دی او د دغه تنګي دوامداره تړل کېدل د سیمې او نړیوالو بازارونو لپاره د پام وړ منفي اغېزې لرلی شي.

مربوطه مطالب

Back to top button