عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د هېواد د پراختیا لپاره پر لویو اقتصادي او بنسټیزو پروژو کار کوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۵ل)

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د زمري ۲۴مې د افغانستان د فتحې او د افغان ملت د بریا ورځې په مراسمو کې وویل، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې جګړې او ګډوډي پای ته رسېدلې او امنیت ټینګ شوی دی.

نوموړي د نشه‌يي توکو پر کښت، تولید او قاچاق د بندیز، د روږدو کسانو د درملنې، د شهیدانو، معلولینو او یتیمانو د کورنیو د ملاتړ او له فساد سره د مبارزې په ګډون یو شمېر اقدامات د اسلامي امارت مهمې لاسته راوړنې وبللې.

حنفي زیاته کړه، د قوش‌تپې کانال، ټاپي، کاسا زر، د رېل پټلۍ، د برېښنا د لېږد شبکو او لویو مواصلاتي لارو په ګډون د هېواد د اقتصادي او بنسټیزې پراختیا یو شمېر سترې پروژې روانې دي.

د نوموړي په وینا، د شپږو سترو سیمنټو فابریکو د جوړولو لپاره ۷۷۵ میلیونه ډالر پانګونه شوې او له اسلامي امارت سره د څه باندې اته میلیونه راستنو شویو افغانانو لپاره د بېلابېلو خدمتونو په برخه کې له اته میلیاردو افغانیو ډېر لګښت شوی دی؛ نوموړي ټینګار وکړ چې افغانستان به د نورو هېوادونو پر ضد د فعالیتونو لپاره هېڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي چې خپله خاوره وکاروي.

مربوطه مطالب

Back to top button