افغانستان، ازبیکستان او چین د سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا خبرې کوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۵ل)

د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمد جان بلال د بلخ ولایت ته د خپل سفر پر مهال د ازبیکستان په ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز کې د سرخان‌دریا ـ چین په سوداګریزه غونډه کې ګډون وکړ. په غونډه کې د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌اوف، د چین د کلتور وزیر، د سرخان‌دریا والي اولوغ‌بیک قاسیموف، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د بلخ والي مولوي محمدیوسف وفا او په تاشکند کې د افغانستان سفیر مولوي عبدالغفار بحر هم ګډون کړی و.

د غونډې ګډونوالو د افغانستان، ازبیکستان او چین ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، د نویو ترانزیټي دهلېزونو پر رامنځته کولو او د پانګونې لپاره د نویو فرصتونو پر برابرولو بحث وکړ. د غونډې موخه د درې واړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، اقتصادي همکاریو او پانګونې پراخول بلل شوې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button