ننګرهار کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۵ل)
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت مشرتابه، ختیځ زون کې د اوبو رسولو رئیس، یو شمېر مسؤولینو او د امارتي ادارو د استازو په شتون کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې سترې پروژې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام الرحمن کظیم د پروژې د کار د پیل په مراسمو کې وویل چې هېوادوالو ته د اوبو رسولو خدمتونه وړاندې کول زموږ د مسؤولیت ترڅنګ یو ستر ویاړ هم دی؛ د خوښۍ ځای دی چې دا پروژه د هېواد د خپلواکۍ او آزادۍ ورځې د نمانځنې د پروګرامونو په لړ کې پیلېږي.
ښاغلي کظیم زیاته کړه، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د جلال اباد ښار له اووه زرو څخه ډېر اوسېدونکي د څښاک پاکو او صحي اوبو څخه برخمن شي او تمه ده چې د پروژې چارې به په راتلونکو اوو میاشتو کې بشپړې شي.
د ختیځ زون د اوبو رسولو رئیس، مولوي یارمحمد محمدي د دې پروژې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې دغه پروژه د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند د «زړې څارنوالۍ» په سیمه کې پلې کېږي.
د یادونې وړ ده چې دغه شبکه ۲۴.۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې په بشپړېدو سره به یې د سیمې د اوبو رسولو پخوانۍ شبکه هم ترمیم شي او د زرګونو اوسېدونکو لپاره به د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.



