په نایجر کې له ۹ میاشتني بند وروسته امریکايي مبلغ خوشې شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې امریکايي مبلغ کوین رایډاوت، چې شاوخوا نهه میاشتې په نایجر کې یرغمل و، خوشې شوی او له خپلې مېرمنې کریستا سره یوځای شوی دی. رایډاوت ۵۰ کلن دی او د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د نایجر په پلازمېنه نیامي کې د درېیو وسله والو له لوري تښتول شوی و.
ټرمپ ویلي، رایډاوت به ډېر ژر متحده ایالاتو ته ستون شي او نوموړی د ده له دویم ځل ولسمشر کېدو وروسته د خوشې شوي ۱۱۰م امریکايي یرغمل په توګه یاد کړی دی.
د رایډاوت د ادارې په وینا، هغه د خوشې کېدو پر مهال په ښه روغتیا کې و او د امریکايي چارواکو تر څارنې لاندې دی.



