عراقچي: د ټرمپ اقتصادي بندیزونو تګلاره د امریکا له مالي بحران څخه د پام اړولو هڅه ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، د تهران پر وړاندې د امریکا وروستي اقتصادي ګواښونه غندلي او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د اعلان شوي «اقتصادي بندیزونو کمپاین یې د امریکا له مالي بحران څخه د خلکو د پام اړولو هڅه بللې ده.
عراقچي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د امریکا ملي پور له ۴۰ ټریلیون ډالرو اوښتی او دغه هېواد د بېساري پورونو او د سود د لګښتونو له زیاتوالي سره مخ دی.
نوموړي خبرداری ورکړی چې د واشنګټن د «ناکامو سیاستونو» دوام به د امریکا لپاره د لا نورو ماتو او د ایرانيانو د لا زیاتې دښمنۍ لامل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه راز د امریکا پر اقتصادي فشارونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د واشنګټن اقتصادي اقدامات نړیوال اقتصاد او د هېوادونو اقتصادي حاکمیت هم ګواښي.



