ولسمشر پزشکیان: ایران د ځواک او عزت په موقف کې دی او ټوله نړۍ یې بریا مني

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۱ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران ولسمشر “مسعود پزشکیان” وايي، چې تهران باید په اوسني وضعیت کې له امریکا سره روانه جګړه پای ته ورسوي، ځکه د نوموړي په وینا، ایران د «ځواک او عزت» په موقف کې دی او نړۍ یې بریا مني.
پزشکیان له یو شمېر ډاکټرانو سره په لیدنه کې ویلي، جګړه باید په یوه پړاو کې پای ته ورسېږي او په اوسني وضعیت کې یې پای ته رسول د ایران په ګټه دي.
نوموړي ادعا کړې چې نړیواله ټولنه د ایران بریا مني او امریکا یې د نړیوالو مقرراتو په نقضولو تورنه کړې ده. د پزشکیان په وینا، د جګړې پر مهال د ایران ښوونځي، روغتونونه او زیربناوې هم د امریکا له بریدونو سره مخ شوې دي.
د ایران ولسمشر ټینګار کړی،چې د جګړې پای ته رسول د تسلیمېدو په معنا نه دي او تهران به د هر ډول احتمالي تعرض پر وړاندې خپل دریځ وساتي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره د خبرو هڅې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button