جنرال محسن رضايي: ګاونډي هېوادونه دې د امریکا په اقتصادي جګړه کې له ګډون ډډه وکړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د ملي امنیت شورا مشر جنرال “محسن رضايي” ګاونډیو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې د ایران پر وړاندې د امریکا په اقتصادي جګړه کې له ګډون څخه ډډه وکړي.
رضايي ویلي، که د ایران ګاونډي هېوادونه د امریکا له اقتصادي کمپاین سره همکاري وکړي، تهران به یې دښمن وبولي او د دغو هېوادونو ګټې به د هدف په توګه وګڼي.
نوموړي همداراز خبرداری ورکړی چې که اقتصادي جګړه دوام وکړي، د خلیج فارس او هرمز تنګي له لارې به د تېلو صادرات ودرول شي.
رضايي ټینګار کړی چې د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو لپاره باید د امریکا چلند بدل او خپلې ژمنې عملي کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ اقتصادي او سیاسي ترینګلتیا زیاته شوې او تهران د واشنګټن د فشارونو پر وړاندې د متقابل غبرګون خبرداری ورکوي.



