یمني ځواکونو په مأرب کې د ګڼو حکومتضد وسلهوالو د وژلو ادعا کړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۵ل)
د یمني ځواکونو اړوندو سرچینو ادعا کړې، چې د مأرب ولایت په بېلابېلو جبهو کې یې د حکومتضد وسلهوالو پر مرکزونو بریدونه کړي او د سعودي له ملاتړه برخمنو ګڼ شمېر وسلهوالو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د راپورونو له مخې، په دې وروستیو کې د مأرب په شمال لویدیځو او نورو سیمو کې د یمني ځواکونو او د سعودي له ملاتړ څخه د برخمنو وسلهوالو ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي.
تر اوسه د حکومتضد وسلهوالو له لوري د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو د یمن د وسله والو ځواکونو اړوند ایکس پاڼو داسې ویډیوګانې خپرې کړې، چې پکې د مخالفینو په سنګرونو پراخ او ځپونکي بریدونه ښودل کېږي.



