اسامه حمدان: حماس د وسلو سپارلو هوکړه نه ده کړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۵ل)
د حماس اسلامي غورځنګ لوړپوړي غړي “اسامه حمدان” ویلي، چې د دې ډلې له لوري د وسلو د سپارلو په اړه هېڅ هوکړه نه ده شوې.
حمدان ټینګار کړی چې په شوې هوکړه کې د «وسلو سپارلو» کلمه نه ده کارول شوې، بلکې د درنو وسلو د راټولولو او زېرمه کولو په اړه خبرې شوې دي.
نوموړي ویلي، د هوکړې له مخې به له غزې تړانګې څخه هېڅ ډول مرمۍ یا وسله بهر نه وځي.
د حمدان وروستۍ څرګندونې د حماس له لوري د وسلو سپارلو په اړه د روانو بحثونو په ترڅ کې شوې دي.



