اوچا: د بودجې کمښت له امله په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه له خنډ سره مخ دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۵ل)

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي، ګرځنده روغتیايي ټیمونه د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې هغو خلکو ته د ژغورنې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي چې روغتیايي مرکزونو ته محدود لاسرسی لري.
دغه ټیمونه د افغانستان د بشري مرستو صندوق په ملاتړ فعالیت کوي.
اوچا خبرداری ورکړی چې د روغتیايي خدمتونو اړتیاوې له موجودو سرچینو ډېرې دي او د روغتیا برخې د اړتیا وړ ۱۹۱ میلیونه ډالرو له ډلې تر اوسه یوازې ۷۱ میلیونه ډالر، چې ۳۷ سلنه کېږي، تمویل شوي دي.
د دې ادارې په وینا، د بودجې دوامدار کمښت ښايي میلیونونو اړمنو افغانانو ته د اساسي روغتیايي خدمتونو رسولو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button