کورنیو چارو وزارت: کابل کې ټول کانکریټي خنډونه لرې کېږي
کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۵ل)
کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې به پاتې کانکریټي خنډونه او دیوالونه هم لرې شي.
د دغه وزارت ویاند ‘عبدالمتین قانع” ویلي، په هېواد کې د امنیت له ټینګښت وروسته د ځینو سیمو د مستثنا کولو لپاره نور دلیل نه شته.
قانع زیاته کړې، د مهمو دولتي ادارو او وزارتونو شاوخوا کانکریټي دیوالونه لرې شوي او په راتلونکي کې به د ډیپلوماټیکو سیمو کانکریټي خنډونه هم لرې شي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند په وینا، د دې اقدام موخه ښار کې د تګ راتګ اسانتیا او د کانکریټي خنډونو له امله رامنځته شوې ستونزې کمول دي.



