په راولپنډۍ کې د پاکستان پوځ د شپږو میاشتو لپاره ځای پر ځای کېږي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان حکومت د پنجاب د کورنیو چارو ادارې په غوښتنه په راولپنډۍ ښار کې د پوځ د درېیو کنډکونو د ځای پر ځای کولو منظوري ورکړې ده.

د پاکستان د کورنیو وزارت د اګست پر ۲۱مه په صادر شوي حکم کې ویلي، چې پوځیان به د «حساسو امنیتي دندو» لپاره د شپږو میاشتو لپاره په راولپنډۍ کې له ملکي ادارې سره د امنیت په ټینګښت کې مرسته کوي.

د حکم له مخې، دغه اقدام د پاکستان د اساسي قانون د ۲۴۵مې مادې پر بنسټ شوی او موخه یې د هر ډول احتمالي ناوړه وضعیت مخنیوی او د ناڅاپي امنیتي پېښو پر وړاندې چټک غبرګون ښودل دي.

د پاکستان پوځ به د راولپنډۍ په حساسو سیمو او مهمو لارو کې د امنیتي دندو په ترسره کولو کې له سیمه‌ییزې ادارې سره همکاري کوي.

راولپنډۍ د اسلام‌اباد ترڅنګ موقعیت لري او د پاکستان له مهمو ښارونو څخه شمېرل کېږي؛ د پاکستاني پوځ مرکزي قوماندانۍ (GHQ) هم په همدې ښار کې موقعیت لري.

د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، د پوځ د ځای پر ځای کولو پرېکړه داسې مهال شوې چې په راتلونکو میاشتو کې د امنیتي او احتمالي عامه نظم د ستونزو په اړه اندېښنې مطرح شوې دي؛ خو حکومتي حکم کې د کوم مشخص ګواښ نوم نه دی اخیستل شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button