جوزجان کې د کورنیو تولیداتو او صنعتي توکو دویم نندارتون پرانیستل شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ وږی، ۱۴۰۵ل)

د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د کورنیو تولیداتو او صنعتي توکو دویم نندارتون د سیمه‌ییزو مسوولینو، سوداګرو، صنعتکارانو، تولیدوونکو او یو شمېر اوسېدونکو په ګډون پرانیستل شو.

په نندارتون کې کورني تولیدات او بېلابېل صنعتي توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.

د جوزجان والي قاري محمد اسماعیل راسخ د نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل، د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د صنعت پیاوړتیا د هېواد د اقتصادي ځان‌بسیاینې لپاره مهم دي او د ورته نندارتونونو جوړول کولی شي د کورنیو تولیداتو د ودې او بازار موندنې زمینه برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button