هلمند کې د ۲۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۰۰ بستریز روغتون جوړېږي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان اسلامي امارت د مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، په هلمند ولایت کې د ۲۰۰ بستریز روغتون د جوړولو پروژه د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ ناسته کې منظوره شوې ده.

د نوموړي په وینا، د دې روغتون د جوړولو ټولیز لګښت ۲۱۴ میلیونه افغانۍ اټکل شوی او د جوړېدو چارې به یې شاوخوا دوه کاله وخت ونیسي.

فطرت زیاتوي، دغه روغتون به پر ۱۲ زره متر مربع ځمکه جوړ شي او بېړنۍ څانګه، د ارتوپیدي او جراحي برخې، د سترګو، رواني او عصبي ناروغیو، ماشومانو او نسایي ولادي څانګې به ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button