سره مياشت: خوست او پکتیا کې له ۵۰۰ بېځایه شویو کورنیو سره ۷.۵ میلیونه افغانۍ مرسته وشوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
افغاني سره میاشت وايي، په خوست او پکتیا ولایتونو کې له ۵۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو سره ټولټال ۷.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
د یادې ادارې په وینا، په خوست کې د علیشېرو ولسوالۍ ۳۵۰ او په پکتیا کې د څمکنیو ولسوالۍ ۱۵۰ کورنیو ته هرې یوې ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
سرې میاشتې ویلي، دغه مرستې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ برابرې شوې او موخه یې د بېځایه شویو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو پوره کول او د هغوی د اقتصادي ستونزو کمول دي.



