دوه ورځې وړاندې وژل شوي بلوڅیان کوئټې روغتون ته وروړل شوي

کابل ټکی کام ۲۱حمل/۱۳۹۵، هلال خاورې
وروسته له هغې چې په کوئټه کې د ملېشه ځواک ویاند رسنیو ته خبر ورکړ، چې د دوی سرتېرو په قلات او سېوۍ سیمو کې ۱۵ بلوڅ ازادي غوښتونکي وسله وال وژلي دي.
دا مهال خبري منابع وايي، چې دغه وژل شوي وسله وال تېره ورځ د کوئټې روغتون ته وروړل شوي دي.
له بلې خوا د تري تم شویو بلوڅو لپاره د کارکوونکي سازمان وایس فار بلوڅ میسینګ پرسنز مشر نصرالله بلوڅ رسنیو ته ویلي دي، دا هغه وژل شوي کسان دي، چې د استخباراتو له لورې تښتول شوي وو.



