ولسي جرګې کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍ ته د نوماندانو هرکلی وکړ

کابل ټکی کام ۲۱حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د افغانستان ولسي جرګې کورنیو چارو وزارت ته د نوماند تاج محمد جاهد او لویې څارنوالۍ ته د نوماند فرید حمیدي هرکلی وکړ.
تاج محمد جاهد او فرید حمیدي چې د وري پر ۱۶مه نېټه ولسي جرګې ته وروپېژندل شول، د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د ۲۲۵ وکیلانو په شتون دواړو باوري رایې وګټلې.
د خبرونو پر اساس، چې تاج محمد د ۱۹۰ وکیلانو او حمیدي د ۲۰۰ استازو د باور رایې ګټلي دي.
په دغه غونډه کې د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي له ولسمشر څخه د دفاع وزارت، د ملي امنیت ادارې او د سرې میاشتې د سرپرستۍ د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.
باید ووایو، چې دا مهال د دفاع وزارت چارو سرپرستي د معصوم ستانکزي په غاړه ده، نوموړی د چنګاښ میاشتې پر ۱۳مه نېټه د ولسي جرګې له لورې تأیید نه شو، او همدا راز د ملي امنیت ادارې ریاست د محمد مسعود اندرابي په غاړه دی، او تراوسه پورې د ولسي جرګې له لور نه دی تأیید شوی.



