ننګرهار کې له ۲۳ زرو ډېرې کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ننګرهار د کور او ښار جوړولو ریاست وايي، په تېرو پنځو میاشتو کې د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې په موخه په درېیو ښارګوټو کې ۲۳ زره او ۱۴۸ کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې دي.
د یاد ریاست په وینا، په بهسود ولسوالۍ کې د خانکي ښارګوټي ۳ زره او ۲۶۷، په سرهرود ولسوالۍ کې د عمر صاحب ښارګوټي یو زر او ۲۲۳ او په رودات ولسوالۍ کې د امیرالمؤمنین صاحب ښارګوټي ۱۸ زره او ۶۵۸ کورنیو ته نمرې ورکړل شوې دي. چارواکي وايي، په امیرالمؤمنین صاحب ښارګوټي کې د نمرو د وېش بهیر لا هم روان دی او د پلان له مخې به دوام وکړي.



