د ترکمنستان برېښنا تخنیکي ستونزې له امله اووه ولایتونه له برېښنا بې برخې شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان برېښنا شرکت وايي، هېواد ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا د دغه هېواد په خاوره کې د تخنیکي ستونزې له امله پرې شوې ده.

د شرکت په وینا، د دې ستونزې له امله په بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات او سمنګان ولایتونو کې د برېښنا رسونې بهیر اغېزمن شوی دی.

برېښنا شرکت وايي، د ستونزې د ژر هواري لپاره له ترکمنستان سره همغږي روانه ده او له ازبکستان سره هم خبرې شوې دي، څو د بدیلې برېښنا له لارې یو شمېر ولایتونو ته برېښنا ورسول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button