ایران: هرمز کې مو د امریکا MQ-9 ډرون نسکور کړی؛ پزشکیان وايي پر ایران برید ته به پرېکنده ځواب ورکړو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران سپاه پاسداران وايي، هوايي دفاعي ځواکونو یې د هرمز تنګي په فضا کې د امریکا یوه MQ-9 بېپیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده.
سپاه د پېښې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او امریکا هم تر اوسه د دې ادعا په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
په ورته مهال د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، ایران جګړه نه غواړي، خو د هر ډول برید پر وړاندې به چوپ پاتې نه شي او بریدګرو ته به پرېکنده ځواب ورکړي.
هغه زیاته کړې چې په سیمه کې د ګډوډۍ او بېثباتۍ رامنځته کول د هېڅ هېواد په ګټه نه دي.



