امریکا: هرمز تنګي کې مو د ایران د سپاه پر ماین اېښودونکو ځواکونو برید کړی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۵ل)

د امریکا مرکزي قوماندانۍ «سینټکام» وايي، امریکايي ځواکونو د هرمز تنګي په سیمه کې د ایران د سپاه پاسداران پر هغو ځواکونو «محدود او دقیق» برید کړی چې د سمندري ماینونو د اېښودلو په هڅه کې وو.

د سینټکام په وینا، دغو ځواکونو د ملکي او سوداګریزو بېړیو لپاره نږدې ګواښ رامنځته کړی و او امریکايي ځواکونو د سمندري تګ راتګ د خوندي ساتلو لپاره اقدام کړی دی.

د راپورونو له مخې، امریکايي ځواکونو د ایران د لارک ټاپو پر دوو توغندیزو مرکزونو هم برید کړی دی.

امریکا ادعا کوي چې له دغو مرکزونو څخه د سمندري ماینونو د لېږد لپاره چمتووالی نیول کېده.

مربوطه مطالب

Back to top button