ایران په اردن کې د امریکا پر دوو پوځي اډو بريدونه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۵ل)
د ایران سپاه پاسداران وايي، د اردن په «ملک حسین» او «الازرق» پوځي اډو کې یې د امریکايي ځواکونو پر اهدافو بالستیک توغندي او بېپیلوټه الوتکو بريدونه کړي دي.
د سپاه په وینا، په دغو بریدونو کې د الوتکو تخنیکي او ترمیمي تاسیسات او د جنګي الوتکو د ساتنې ځینې مرکزونه په نښه شوي دي.
سپاه وايي، دغه بریدونه د هرمز تنګي ته څېرمه پر لارک ټاپو د ایران د توغندیو ویشتونکو اډو د امریکا د برید په غبرګون کې شوي دي.
بلخوا د اردن پوځ ویلي، د ایران اته توغندي یې د دغه هېواد له هوايي حریم څخه شنډ کړي او ادعا یې کړې چې بریدونو ملکي وګړو او تاسیساتو ته زیان نه دی اړولی.



