امنيتي ځواکونو په زابل کې ۱۵۹ کیلوګرامه تریاک نیولي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۵ل)

د زابل ولایت د امنیې قوماندانۍ د لویې لارې د ساتنې کنډک امنیتي منسوبینو د کشفي عملیاتو پر مهال، د یوه امنیتي پوستې په تلاشۍ کې ۱۵۹ کیلوګرامه تریاک کشف او ضبط کړي دي.

د زابل امنیه قوماندانۍ وايي، د یادو نشه‌يي توکو په تړاو درې کسان هم نیول شوي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button