کورنیو چارو وزارت: د افغانستان پر ضد د ځینو هېوادونو پلانونه مو مخکې تر مخکې شنډ کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۵ل)
د کورنیو چارو وزارت وایي، تر اوسه هېڅ ګاونډي هېواد کابل ته داسې شواهد نه دي وړاندې کړي چې وښيي د افغانستان له خاورې ورته امنیتي ګواښ متوجه دی.
د دغه وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، امنیتي ځواکونو د ځینو هېوادونو هغه پلانونه تر عملي کېدو مخکې شنډ کړي، چې موخه یې د افغانستان اړیکې له نورو هېوادونو سره خرابول وو.
قانع ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ فرد یا ډلې له خوا د نورو هېوادونو پر ضد د فعالیتونو لپاره ونه کارول شي او امنیتي ځواکونه به د دې مخنیوي ته دوام ورکړي.



