یمني ځواکونو مأرب کې د حکومت ضد وسله والو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند، “جنرال یحیی سریع” ویلي چې یمني ځواکونو د مأرب ولایت په ځینو سیمو کې د سعودي له ملاتړه د برخمنو یاغیانو پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي دي.
یحیی سریع په یوه خبري ناسته کې ویلي، په دغو عملیاتو کې د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو څخه کار اخیستل کېږي او د دښمن پوځي تجمعات، د وسلو زېرمې او د قوماندې مرکزونه په نښه شوي دي.
نوموړي ادعا کړې چې د عملیاتو په لومړي پړاو کې ټاکل شوي اهداف له منخه وړل شوي او ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یمني ځواکونو ویاند ادعا کړې چې د مأرب ولایت د «تداوین» پوځي اډه هم د عملیاتو په هدفونو کې شامله وه، چې ډیری برخه او پوځي تجهیزات پکې له منځه وړل شوي دي.



