ټرمپ ایران ته د پراخو بریدونو خبرداری ورکړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” خبرداری ورکړی چې که ایران د امریکا وروستیو بریدونو ته غبرګون وښيي، واشنګټن به پر دغه هېواد لا پراخ او سخت بریدونه ترسره کړي.
ټرمپ ویلي، د امریکا «لوی او ځواکمن» بریدونه هرمز تنګي ته څېرمه د ایران پر اهدافو دوام لري. د نوموړي په وینا، دغه بریدونه وروسته له هغه ترسره شول چې ایراني پوځ هرمز تنګي کې د سمندري ماینونو د خښولو هڅه وکړه.
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې په اردن کې د امریکا پر پوځي اډې د ایران د توغندیو له برید وروسته، واشنګټن پرېکړه وکړه چې د ایران پر پوځي اهدافو تازه بریدونه وکړي. د اردن پوځ ویلي وو چې د ایران له لوري توغول شوي اته توغندي یې شنډ کړي دي.
ټرمپ ټینګار کړی چې هر ډول تازه ایراني غبرګون به د امریکا له لا سخت پوځي ځواب سره مخ شي، په داسې حال کې چې د واشنګټن او تهران ترمنځ وروستیو نښتو سیمه کې د کړکېچ د لا پراخېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.



