بقايي: هرمزګان کې د واده پر کور د امریکا برید لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۱ وږی، ۱۴۰۵ل)

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقايي” ویلي، د هرمزګان ولایت د “سیریک” ولسوالۍ د کوهستک سیمې پر یوه کور، چې د واده مراسم پکې روان وو، د امریکا په هوايي برید کې له ۵۰ ډېر ښځې، نارینه او ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

بقايي دغه برید د امریکا د «جنایتونو د لړۍ» برخه بللې او په غبرګون کې یې ویلي: «له بم څخه خطرناک د بمبارۍ عادي کېدل دي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې د ملکي وګړو پر وړاندې دا ډول بریدونه د منلو وړ نه دي او نړیواله ټولنه باید د دغو پېښو په اړه چوپه پاتې نه شي.

په ورته وخت کې، نړیوالو رسنیو هم د سیریک سیمې ته څېرمه د واده پر مراسمو د برید او ملکي مرګ‌ژوبلې راپور ورکړی، خو د وژل شویو او ټپیانو د شمېر په اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي. د رویټرز د وروستي راپور له مخې، د ایران سرې میاشتې د پنځو کسانو د وژل کېدو او لږ تر لږه ۵۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی، په داسې حال کې چې ځینو ایراني چارواکو د ټپیانو شمېر تر دې لوړ ښودلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button