د پاکستان کوهستان کې د غره د ښوېدو له کبله ۲۳ کسان مړه شوي

کابل ټکی کام ۲۱حمل/۱۳۹۵، هلال خاورې
د پاکستان هېواد د خیبر پښتونخوا صوبې لرې پرته سیمه کوهستان کې د غره د ښوېدو له کبله ۲۳ کسان وژل شوي دي.
دغه پېښه چې د کوهستان په کندیا سیمه کې رامنځته شوې ده، د یوه کلي ۲۹ کسان د غره د تیږو لاندې شوي وو.
د خبرونو پر اساس، چې له غره څخه د لاندې شويو ۲۹ کسانو د راویستلو هڅې روانې وې، چې لومړی ۴ ژوندي، او ۲ مړي راویستل شول.
له غره څخه لاندې شوي کسان چې د ځايي خلکو او مرستندویه ادارو له خوا راویستل کېدل، د نورو پاتو د لټون هڅې یې هم کولې، خو کامیاب نه شول، او ټول مړه شول.
په وژل شویو کسانو کې چې ۱۳ ښځې او ۵ ماشومان دي، د ټولو جنازې هم شوي دي.
ځايي خلکو پر مرکزي دولت نیوکې کړي دي، چې د غره څخه د لاندې شویو کسانو په راویستلو کې یې ورسره هېڅ مرسته نه ده کړې.
د شانګله پار سیمې کمشنر دلدار احمد د کروړه کلي مېشتو خلکو ته امر کړی دي، تر څو له دغه کلي څخه محفوظو ځایونو ته ولاړ شي، ځکه د غره د ښوېدو امکان دی.
دلدار احمد وویل، که چیرې دغه غر وښوېدو نو د دغه کلي ۱۰۰ کورونه به ترې لاندې شي.
د یادولو ده، چې څو ورځې وړاندې د سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله په ګلکت بلتستان، هزاره ډوېژن، شانګله پار او کشمیر کې غرونه ښوېدلي وو، چې ټولې لارې یې بندې کړې وې.



