د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کابل ته راورسېدو

کابل ټکی کام ۲۱حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن کابل ته راورسېدو، او له افغان چارواکو سره یې خبرې پیل کړې.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال رسنیو ته وویل، چې جان کیري د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند د ارزیابي د ګډ کمیسون په درېیمه غونډه کې هم ګډون کوي.

ټاکل شوې ده، چې جان کیري به نن مازدیګر له ولسمشر اشرف غني سره هم په یوه ګډه خبري ناسته کې ګډون کوي.

باید ووایو، چې د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو په سند کې امنیتي او دفاعي مسایل، سوله، اقتصادي او ټولنیز پرمختګونه شامل دي.

د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې د کابل سفیر حضرت عمر زاخېلوال ویلي دي، چې په نږدې ورځو کې به له طالبانو سره په څلور اړخیزو غونډو کې د خبرو د بیا پیلېدو نېټه معلومه شي.

زاخېلوال همدا راز ویلي دي، چې دغه نېټه به کابل ته د جان کیري په راتګ سره معلومه شي.

زاخېلوال دقیقه نېټه ونه ښودله، خو ویې ویل، ښايي پنځمه غونډه د اپرېل میاشتې په پای او یا هم د می میاشتې په پیل کې وشي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button